بلنلیک

لنلیک

شاغلې  او آغلی  !

د افغانستان د مطالعاتو او همکارۍ ټولنه (ASCC) د اګست په پنځلسمه نېټه پلان لري, چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه « په افغانستان کې تر سقوط وروسته ننګونې او فرصتونه » تر سرلیک لاندې یو علمي کنفرانس دایر کړي.

لکه څنګه چې پوهیږو د افغانستان په تاریخ کې له دې تورې ورځې وروسته ټول ملي او بشري ارزښتونه، مدني او سیاسي ازادي او بشري حقونه له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو څخه اخیستل شویدي. د طالبانو استبدادي رژيم د واک له ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې له شته حقوقي او قانوني چوکاټونو څخه د خپلې واکمنۍ د بنسټ په توګه دنه کاراخیستلو ترڅنګ هره ورځ دپخواني نظامي او ملکي وګړو د نه خوندیتوب، له محاکمې پرته وژنې، شکنجې, ناوړه چلند، په خپل سر نیول، توقیف او د ته ورته د نورو پیښو شاهدان یو.  نن ورځ په افغانستان کې سرپرست، ناقانونه او غیر دیموکراتیک حکومت دا هیواد منزوی کړی او په نړۍ کې د حکومتولۍ منل شوي معیارونه نه لري. د پراخې بې وزلۍ او بېکارۍ له امله د افغانستان اکثریت وګړي د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو لکه اوبو، ډوډۍ او مناسب کور څخه بې برخې دي. له همدې امله ددې کنفرانس له لارې المان کې مېشت د افغانستان له کارپوهانو سره د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو په ګډون د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وشي.

وخت        :            چهارشنبه د اګست ۱۶ کال ۲۰۲۳   (۱۵:۰۰ تر ۱۸:۰۰)

پته            :          د کنفرانسونو تالار XVII، د بن پوهنتون  ( Regina-Pacis-Weg 5-7, 53113 Bonn )

د پروګرام د اجنډا مهم ټکي:

 په جرمني کې د مېشتو افغان کارپوهانو له خوا د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د نظریاتو څرګندول  

  د افغانستان سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري مسایلو په اړه  یوه پینل کې شننه

  په پینل کې د متخصصینو سره نیوکی او نظرونه

مهرباني وکړئ خپل ګډون د جمعې تر ماښامه ، د اګست 11 ، 2023 د پیغام په لیږلو سره تایید کړئ

ګرځنده تلیفونونه:  +49 163 2090120 /+49 176 8424530

یا

بریښنالیک: info@afgscc.org                                                              

په درناوي

د افغانستان د مطالعاتو او همکارۍ ټولنه:



Kommentare